IQNA

  د دوحې غونډه د طالبانو له په رسمیّت پيژندنې پرته پاي ته ورسیده

6:57 - May 03, 2023
د خبر لمبر: 3487278
ایکنا-(تهران)  د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش چې د دوحې دغونډې مشري ئې په غاړه درلوده، دې ته په اشارې سره  چې ټاکل شوې ده ، په راتلونکي کې  یوه بله غونډه هم ترسره شي ،ووئيل،  خپلو م وخو ته د رسیدا لپاره  ارتباط نه شو غوڅولی ،ځکه ډیری د لااغیزشیندونکي تعامل غوښته کوي.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان په موضوع سره د ملګروملتو د بندو تنبو ترشا دوه ورځنۍ ناسته پرون ناوخته  د قطر په دوحې کې  د  طالبانو دحکومت  له په رسمیّت پيژندنې پرته پاي ته ورسیده.

  د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش چې ددغې غونډې مشري ئې په غاړه درلوده، دې ته په اشارې سره  چې ټاکل شوې ده ، په راتلونکي کې  یوه بله غونډه هم ترسره شي ،ووئيل،  خپلو م وخو ته د رسیدا لپاره  ارتباط نه شو غوڅولی ،ځکه ډیری د لااغیزشیندونکي تعامل غوښته کوي.

ملګروملتو د دوحې غونډه  په افغانستان کې د بشری حقوقو،له ترهه ګرۍ او نشه ایزو موادو سره   دمبارزې په باب د یوه واحد دریځ ته د رسیدا لپاره د نړیوالو هیوادونو او موسیسو او اورګانونو د ګډې هڅې په توګه بللې  وه.

د ملګروملتو سرمنشي له دغې غونډې وروسته پخپل خبری کنفرانس کې د دوحې د غونډې په اړه وویل،دا غونډه د یو ګډ نړیوال دریځ د رامنځته کولو په اړه وه، نه د طالبانو د اوسنیو چارواکو د رسمیت پېژندلو په اړه. مهمه دا وه چې مونږ د یو بل اندېښنې او محدودیتونه درک کوو. خو هوکړه مو  کړې چې دا د ټولو په تیره بیا  د افغانانو په ګټه ده چې له یو بل سره کار وکړو. ګډونوالوهم  هوکړې  کړې چې د تعامل لپاره یوې ستراتېژۍ ته اړتیا ده څو په افغانستان کې د ثبات لپاره زمینه برابره کړي او همدارنګه پر مهمو اندېښنو تمرکز وکړي. دوي  په افغانستان کې د ثبات په نشتوالي اندېښمن وو او دا اندېښنه ئې پخپلو کې سره شریکه کړه.

 د ملګروملتو سرمنشي په دوام کې ووئيل، که طالبان د مونږ د خبرو د آوریدو  لپاره چمتووالی نه لري ،نو بیا څرنګه  قانع کونکي او حل لارې ته رسیدلی شي، ؟په دې خاطر چې  یو اړخیزې فیصلې  کومه نتیجه نشي ورکولی.

داپه داسې حال کې دي چې  د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌ا... مجاهد ځينو خبری سرچینو  سره په خبرو کې په افغانستان کې د انتونیو ګوټرېش د څرګندونو په غبرګون کې د افغانستان د ثبات په اړه اندېښنې رد کړې او وې ویل ،افغانستان کې دا مهال امن او ثبات شته، خو ساتل ئې   د نړیوالو او رګانونو او نړیوالې ټولنې ملګرتیا ته اړتیا لري.

په راپور کې وئيل شوي دي ،د ملګروملتو د سرمنشي  دغه خبرې  په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر  دمشر سهیل شاهین  له سخت غبرګون سره مخ شوي  او ا یسو شی ایټيټډ پریس ته ئې وئيلی دي ،د افغانستان  نوي حکومت دد وحې  خبرې اترې په زغرده رد کړي دي.

داپه د اسې حال کې دي چې سهیل شاهین له دغې ناستې مخکې په دوحې کې  د انګلستان د خارجه وزارت  د پاکستان او افغانستان د چارو له مسئول اندرومک کوبري  او د افغانستان لپاره د د چین له ځانګړي استازي یو شیائو ونګ سره هم لیده کاته کړي وو.

د ملګروملتو د امنیت شورا غړو د اپریل په ۲۷نیټه  هم په ناستې کې  په یوه خوله  فیصله کړې وه چې  په افغانسان کې پر میرمنو  د طالبانو د حکومت له خوا محدودیّتونه  او ممنوعیّتونه  محکوموي  او باید بشری حقوقو ته بشپړ پام وکړي. چې  طالبانو ددغې پریکړې په غبرګون کې  دا ممنوعیّتونه او محدودیّتونه  د  افغانستان یوه داخلی او دودیزه  چاره بللې او دغه پریکړه ئې هم په زغرده رد کړې ده.

https://parstoday.ir/ps/news/world-i132250

captcha